د ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسين درې ورځنی کمپاين پيل سو.
د کوټې په ګډون د ايالت په دېرش ښارونو کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسين ورکولو درې ورځنی کمپاين د دوشنبه په ورځ پيل سو، چې د روانې مېلادي اکتوبر مياشتې تر اوولسمې نېټې پوري به دوام وکړي . په ياد کمپاين کي به په ټول ايالت کي شپږزره ټيمونه کورپرکورګرځي، او هغه ماشومانوته چي عمرونه يې ترپنځوکلونوپوري وي. د ګوزڼ او وټامن اې څاڅکي ورکوي.
په کوټه کي روغتيايي چارواکي وايي، چي د ياد کمپاين لپاره بشپړه تياری نيول سوی، چې په ترڅ کې به يې د ايالت دوه ميليون ماشومانوته د پوليوناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کېږي .
د ايالت د روغتيايي چارو يو چارواکی ډي جي مسعودنوشېرواني وايي، چې د واکسيناسيون په کمپاين کې تر ټولو غټه ستونزه ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار دی . کوم چا چې له دې انکار کړی، د ده په وينا د هغوی په کورونو کې ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته سوي دي .
نوموړي له ديني عالمانو او قبايلي مشرانو وغوښتل چې د پوليو يا ګوزڼ د مبارزې په کمپاين کې له ګرځنده ټيمونو سره همکاري وکړي، څو دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه يوړل سي .
د روغتيايې چارواکودمعلوماتوله مخې په پاکستان کې تر اوسه دپوليو۱۹۸ مثبتي پيښي ثبت شوې دي، چې ۷۲ د بلوچستان په کوټه، پښين اوکلا عبدالله اوځينونوروسيموکي ثبت شوې دي. سږ کال په کوټه کې درې مثبتې پېښي ثبت شوې وې .
http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail