په تخار کې وسلوالو په امنیتي پوستې برید کړی.

رحيم ګل څاروان | اپریل 20th, 2008


تیره شپه دتخار ولایت دبنګي په سیمه کې دحکومت وسلوالو مخالفینو په یوې امنیتي پوستې راکټي برید کړی، ولې له امله یې برید ناسم په یوه بل کور لګیدلی چې یو ملکي ماشوم وژل شوی. دتخار امنیه قومندان ضیا الدین محمودي برید مني ولې وايي چې پولیسو ته زیان ندی اوښتې او یوازی دلګیدلي کور یو ماشوم وژل شوی او کور یې څه نا څه ړنګ کړی. خو وسلوال مخالفین ادعا کوي چې پولیسو ته یې زیان ور اړولی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024