کور / تازه خبرونه / كندهار:افغان ازادي راديومشاعره جوړه كړه

كندهار:افغان ازادي راديومشاعره جوړه كړه

 په كندهاركې دلمړني خپلواكې راديوله لوري پنځلس ورځني  مشاعره ترسره سول .
دغې مشاعرې ته دكندهارټول اديبان اوشاعران رابلل سوي و.


په كندهاركې افغان ازاده ر اديوچې  لمړني خپلواكه راديوده غواړي چې داديبانواوپه خاص ډول دځوانواستعدادونودلاهڅونې لپاره ادبي هڅي نوري هم ګړندي كړي .


نومه وړي مشاعره بياپه اونۍ كې دراديوله لاري هم خپريږي .


دنن راديويي مشاعري ته دغونډي مشراوميلمانه هم رابلل سوي اوداونۍ غوره شعريي وټاكۍ .


دكندهارپوهنتون پخواني ريس حيات الله رفيقي ،عبدالاحدنهضتمل ،محمدالله بابي ،نذيراحمدتايي اوښادصاحب دمشاعري ميلمانه اوروح الله ساقيار،مولوي شيرزاداونعمت الله نالان  دغوره شعرټاكلودجرګه كۍ غړي و.


په نوبت سره دعبدالله ستور،ګران  اغاالفت ياراوعبدالرحيم دلسوزشعرونولمړني دوهم اودريم مقام خپل كړ.


داپه كندهاركې ديوي خپلواكې راديوله لوري  دادب په ډګركې ترټولوسترګام بلل كيږي چې دپياوړتيالپاره يي عملآګام  اوچت كړي .