خوست کې يو تن د ټوپک په ډزو ووژل شو

23 | اپریل 20th, 2008


د يکشنبې په ورځ د خوست ولايت د چولانو په سيمه کې يو تن د نامالومو وسله والو کسانو لخوا ووژل شو .
د يادې پيښې په تړاو دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ د عامه افکارو مشر سمونوال وزيربادشاه  لر اوبر پاڼې ته وويل چې نوموړی تن  تير شپه د چولانو په سيمه کې د نامالو وسله والو کسانو لخوا وژل شويده .
  وزير بادشاه زياتوي چې تراوسه دا نده مالومه چې نوموړی کس به د چا لخوا وژل شوي وي او نه يې  تر اوسه د وژل شوي کس په تور څوک نيولي دي 
د يو بل خبر له مخې د خوست ولايت د لکڼو د شينکې په سيمه کې د ولايتي قواو په موټر پسي د سړک د غاړې بم چاودنه شوي چې له امله پکي هيچاته زيان ندې رسيدلی .
د خوست ولايت د امنيې قوماندان جنرال ايوب وايي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ځواکونه يې په سيمه کې په ګزمه بوخت وو .
جنرال ايوب زياته کړه چې ځواکونو ته په چاودنه کې ځکه مرګ ژوبله نده رسيدلي  چې موټر يې د چاودنې د ځای څخه څو متره وړاندې تللي وو .
د اپداسي حال کې ده چې څو وراځې وړاندې د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په موټر پسي ماين چاودنه شوي وه چې په پايله کې درې کسان پکې  وژل شوي  او دوه نور پکي  ټپيان شوي وو.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024