د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير د ګورنر او وزير اعلى سره وکتل
دبريتانيادبهرنيوچارو وزير ډيوډملى بنيډ په پېښورکښې دصوبه سرحد دګورنر او وزيراعلى سره وکتل نوموړۍ په يوه ورځني سفر ديکشنبى په ورځ پېښور ته راغلۍ او دصوبه سرحد دوزسراعلى سره يى دهغه په کور کښې ملاقات وکړ دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان او ايالتى مشر افراسياب خټک هم موجود وه برتيانوي خارجه وزير دوزيراعلى سرحد دترهګرۍ په ضد هڅې وستايلې او زياته يۍ کړه چې صوبه سرحد دترهګرۍ په ضدد جګړې لومړنۍ کرښه ده اوبريتانوى مرستندويه ادارې به پرروانو پروژو کارجارى ساتي او په صوپه سرحدکښې په نوې پروژي هم پيل کوي دصوبه سرحد وزيراعلى اميرحيدرخان هوتي بريتانوى وزير ته ډاډ ورکړ چې دصوپه سرحد نوى حکومت به هم دترهګرۍ په ضد خپلۍ هلى ځلۍ جاري ساتي بلخواته په پېښورکى دځانمرګى بريدونو په ترځ کښې دشهيدان شوو کسانو ماشومانو اوخپلوانو دنوموړى وزير سره وکتل ډيوډ ملى بينډ دصوبه سرحد له ګورنرسره هم وکتل چې پدغه ليدنه کښې ګورنر وده ته دقبايلى سيمو دروانو حالاتو په هکله خبرتياورکړه او زياته يې کړه چې په قبايلې سيمو کښې دامنيت دټينګښت او شرخوښو دځپلو لپاره عمليات روان دي.
بل خوا – دصوبه سرحد [پښتونخوا] داطلاعاتو وزير سردار حسين بابک ويلى دي چې امريکا اونورنړيوال قوتونه دي دامنيت دټينګښت لپاره دطالبانو سره روانو خبرواترو کښې دايالتي حکومت مرسته وکړي په صوابۍ کښې ولسي غونډې ته دوينا پرمهال نوموړي زياته کړه چې دصوبه سرحد حکومت په سيمه کښې امن غواړي او ددغه لپاره دطالبانو سره خبرې اترې کوي دامن دلورې مونږ کولې شوچې پرمختګ وکړو ايالتي وزير زياته کړه چې دطالبانو سره دجرګې دلارې مسئله حل شي نوموړي زياته کړه چې داوړو بحران دتېر حکومت دناوړه تګلارې له امله رامنځته شويدى.