… زرداري د بلوجستان د امنيت او روغي – جوړي په موخه…
دپاكستان پيپلزګوند مرستيال مشر اصف على زرداري په بلوچستان كښې دامنيت دټينګښت او صوبه بيرته په قومي دائره كښې راوستلو لپاره ټول ګونديز كنفرانس جوړولو لپاره دروغې جوړي كميټي جوړه كړه اصف زردړارى په خپله ددغې كميټۍ مشرى كوي اود كميټۍ په غړو كښگې دپيپلز ګوند سكرتر جنرل جهانګير ترين ،شكرى رئيساني ، اعجاز جكراني ، سناتور با برا عوان او سعد الله شامل دي دغه كميټه به د نورو سياسي ګوندونو او ډلو سره دكل جماعتي كنفرانس لپاره اړيكي ټينګوي دكنفرانس نيټه نده ټاكل شوي خو دپيپلزګوند چارواكي وايي چې دسياسي ګوندونو په مشوره سره په راتلونكو لسو ورځو كښې نيټه اعلانيدلې شي پدغه هكله په يوه بيان كښې اصف زرادرى ويلي دي چې دبلوچستان دخلكو ستونزي هوارول ارزښتناكه دي نوموړي وايي چې يواځي بخښنه غوښتل نده پكار عملى ګامونه بايد اوچت شي.