جبارنعيمي:د پنځه کلن ستراتيژيک پلان ۷۰سلينه پلی سوی دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 17th, 2012


خوست ولايتي ادارې پنځه کلن ستراتيژيک پلان په مرکز او ولسواليو کې اويا سلنه تطبيق کړى دى چې په اساس يې ډيرې لويې اوکوچنۍ پروژې پلې شوې اويايې چارې روانې دي ،دغه څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دتلې دمياشتې په ٢٦دولايت مقام په مياشتنۍ پرمختيايي غونډه کې وکړې ،په دغه مياشتنۍ پرمختيايي غوڼده کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ دامنيه قوماندانۍ دامنيت امرسمونوال محمديعقوب مندوزي ،دټولو ادارو رئيسانو ،دسولې دولايتي کمېټې مسوولينو ،دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختايي ادارې نماينده ګانو ،ديوناما استازو ،دICRCنماينده ګانو او دنورو نړيوالو مرستندويه ټولنو غړو ګډون کړى وو.

غونډه دقرانکريم دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دخوست ولايت دعمومي حالت ،پرمختګونو ،روانو حالاتو اودپنځه کلن پرمختيايي ستراتيژيک پلان دتطبيق دبهير په تړاو پرانيستونکې وينا وکړه،نوموړي چې خوست ولايتي ادارې په ١٣٨٩لمريزکال کې ددغه ولايت هراړخيزه پرمختګ اوبيارغونې لپاره ترزياتو مطالعاتو او ارزونو وروسته پنځه کلن ستراتيژيک پرمختيايي پلان جوړ کړ چې دامهال په ملي کچه ديوې شوې سروې له مخې خوست ولايت دپلان دتطبيق په ډګرکې دويم مقام خپل کړى اوددغه ولايت اداره په دې توانيدلې چې دلومړيتوبونوپه اساس جوړ شوى پلان ٧٠سلنه پلى کړي .

ښاغلي نعيمي زياتوله چې ټولې ادارې اوپه ځانګړې توګه سکتوري رياستونه بايد د٤٥ګڼه فرمان احکامو له مخې ژر ترژره خپل څلورکلن انکشافي پلانونه ترتيب اوداقتصاد رياست له لارې په توحيدي توګه مرکزته وليږي ،دنوموړي په خبره چې دفرمان داحکامو مطابق څلور کلن انکشافي پلان ترتيب اومرکزته داستولولپاره هم چمتو شوى دى .

خوست والي داهم وويل د٤٥ګڼه فرمان داحکامو او هدايتونو سره چې کوم پلاوي خوست ته راځي دټولو ادارو مسوولين بايد په دقيقه توګه ورته دادارې غوښتنې ،وړانديزونه ،ستونزې او دولسونو غوښتنې وړاندې کړي ترڅوپه مرکزي ادارو کې دخوست دولايت دخلکو دستونزو هواري ته نوره هم پاملرنه زياته شي.

همداشان نوموړي دښاروالۍ اوښاري پرختيارياستونو ته لارښوونه وکړه ترڅو دښاري ستراتيژيک پرمختيايي پلان دپلي کيدو په وړاندې دپرتو خنډونو دلرې کولولپاره مشترک تلاش وکړي اودڅلورکلن انکشافي پلان په چوکاټ کې په ښاري ساحاتو کې دپروژوي پلانونودټکر مخه ونيسي ،اوددغه رياستونو انجنيران بايد په مسلکي توګه ټول پلانونه په دقيقه توګه مطالعه اوبياپه کې له پلان سره سمې پروژې پلې کړي.

همدا راز ښاغلي نعيمي دټولو ادارو مسوولينوته جدي سپارښتنه وکړه چې پلازمېنې کابل ته دخلکو دستونزو دهواري په موخه داستول شوي پلاوي له لوري له مرکزي ادارو ترلاسه شوي احکام په جدي توګه تعقيب کړي ترڅو هغه اوامر په عملي توګه پلي شي چې مرکزي ادارو دخوست دپرمختګ په خاطر پلاوي ته ورکړي دي. همداشان ښاغلي نعيمي دټولو ادارو مسوولينوته لارښوونه وکړه چې دخپلو وزارتونو اومرکزي ادارو سره دسفارشونو ډډه وکړي اوپرځاى يې داصولو اوسلسله مراتبو په اساس ولاړې اړيکې ټينګې وساتي.

خوست والي دادارو له مسوولينو وغوښتل چې داړوند پروژو په تطبيق کې معياري کيفيت ته ځانګړې توجه وکړي اودهغه قرارداديانو مخه ونيسي چې په قراردادونو کې غفلت کوي اوپروژې په ښه څرنګوالي سره نه پلي کوي ،دنوموړي په خبره ځينې قرارداديان دخپلو شخصي ناروا ګټو په خاطر په لوى لاس دولسونو ګټو ته زيان رسوي چې بايد له قانوني چلند سره مخامخ شي ،دنوموړي په خبره ټول دولتي مامورين بايد دولتي موقف لوړ وساتي اوپه هيڅ ډول ددولت پرستيژته زيان ونه رسوي خوست والي دولايتي ادارې مامورينوته خبردارى ورکړ که چيرې دکومې ادارې مامور په قراردادونو کې له قرارداديانو سره همکاري وکړي له سختو قانوني مجازاتو سره به مخامخ شي.

وروسته دغونډې داجنډا مطابق دمهاجرينو رئيس ښاغلي صوات ګل خوستي لخوا پلازمېنې کابل ته داستول شوي ٢١کسيزه پلاوي دلاسته راوړنوګزارش وړاندې شو ،نوموړي وويل چې دخوست والي په لارښوونه دخلکو دستونزودهواري ،بنسټيزو پروژو دپلي کيدو اوله مرکز سره ديوشميرغوښتنو اوړانديزونو دشريکولوپه خاطر ليږل شوي پلاوي دجمهوري رياست له دوهم مرستيال استاد محمدکريم خليلي ،دکابينې له غړو اودمرکزي ادارو له يوشمير مسوولينو سره ليدنې اوکتنې کړې دي چې په دغه ليدنو کې يې له دوى څخه دخوست ولايت دپنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې دښاري ستراتيژيک پرمختيايي پلان دتطبيق ،وارداتي برېښنا ،سرکونو ،پلونو،بندونو ،ښوونځيو ،روغتيايي مرکزونو ،صنعتي پارکونو ،توليدي فابريکو ،کرنيزو پروژو او نورو برخو کې يې قانوني اوا مر ترلاسه کړي دي اوژمنه يې کړي چې دخوست دپرمختګ او دولسونو دستونزو دهواري په خاطر به هيڅ ډول خپلې همکارۍ اومرستې ونه سپموي.

داقتصاد رئيس انجنير حميدشاه د٤٥ګڼه فرمان احکامو مطابق دادارو دڅلورکلونو انکشافي پلانونو دترتيب اوتوحيد په اړه معلومات وړاندې کړل نوموړي وويل چې دغه پلان بايد په شپږومياشتوکې جوړ شوى واى مګر له نيکمرغه دغه پلان دټولو سکتورونو دپروژو په شمول په ډيرلنډوخت کې ترتيب ،تائيد اوډير ژربه مرکزته وليږدول شي ترڅو مرکزي ادارې ددغه پلان اساس بودجه ځانګړې اوپه خپل وخت يې ولايت ته را وليږدوي.

داقتصاد رياست رئيس زياتوله چې دغه پلان دافغانستان اوسنۍ بودجې ته په کتوسره ترتيب شوى چې دټولو سکتورونو دپروژو لکښت په راتلونکو څلوروکلونو کې ٣٦،٤٢٦ ميليونه ډالره اټکل شوى دى چې په ١٠٢٢نويو او انتقالي پروژو باندې به مصرف شي.

دمخدره موادو پرضد دمبارزې رئيس ميرناګل تڼيوال دGPI څانګې لخوا خوست ولايت ته دورکړل شوي اميتازي بودجې دلګښت اوپروژو په اړوند معلومات وړاندې کړل ،ده وويل چې دولايت مقام په لارښوونه يې دخوست په مرکز او ولسواليو کې شپږ اساسي پروژې ترکارلاندې نيولي دي چې دډيرو پروژو کارونه له ٥٠سلنه زيات بشپړ شوي دي ، ده وويل چې دپاتې بودجې څخه به دملي پارک دچاروتربشپړيدو وروسته ديوشمير نورو اساسي پروژو په پلي کيدو کې ګټه پورته کړي.

دغونډې داجنډا مطابق دمهاجرينو رئيس صوات ګل خوستي دمهاجرينو دښارګوټي اودمخابراتو رئيس انجنير ګل حبيب شاه دښوونکي دپروژو دساحاتو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل ،دمعلوماتو له وړاندې کولو وروسته دخوست والي تررهبرۍ لاندې په دې جوړه شوې غونډه کې پريکړه وشوه چې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دټولو پلان شويو پروژو اوښارګوټو پلان اونقشې په اساسي توګه بايد مطالعه اوقانوني پړاونه يې بشپړشي ترڅو په دې برخو کې عملي اقدامات وشي.

ددغه جوړې شوې پرمختيايي غونډې په جريان کې په اداري کمپليکس کې ديولړشته ستونزو دهواري او اړتياوو دپوره کولو په تړاوهم بحث وشو ،تربحث وروسته دستونزو دهواري او اړتياوو دپوره کولو په خاطرمسوولو ادارو ته لازمې دندې وسپارل شوې.

دغونډې په وروستۍ برخه کې داقتصاد رئيس لخوا دنړيوالو مرستندويه ادارو CADG،USAIDسره دسکتوري ادارو درئيسانو ترمنځ دګډې ناسته ګزارش هم وړاندې شو .داقتصاد رئيس وويل چې ددغه نړيوالو ادارو سره ښه همغږي موجوده ده چې ددغه همغږۍ اوهمکارۍ په دوام سره به ددوى ټولې مرستې په ښه توګه اودولسونوپه ګټه مصرف شي .

همداشان په دغه جوړه شوې مياشتنۍ پرمختيايي غونډه کې دICRC دبياموندنې اودکرنې دبرخې مسوولينو لخوا په دغه ولايت کې د٧مياشتوپه جريان کې دشويو مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل ،دوى وويل چې په دغه ولايت کې دفعاليت له پيل څخه راپدې خوايې دصحت ،کرنې اومالدارۍ دپرمختګ ترڅنګ ديوشميراړوکسانوسره لازمې مرستې کړي اودهمغږۍ په چوکاټ کې به دغه مرستو ته ادامه ورکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024