هلمند: ۲ ماين ښخوونکي په خپل ماين ووژل سول

د لراوبر اداره | اکتوبر 18th, 2012


د هلمند ولايت چارواکي وايي دوه کسان چي غوښتل يې نن پجشنبې سهارد څلوربجوپه شاوخواكې د لښكرگاه ښارد صافيانود دوه سركې په سيمه كې د شپې له تيارې څخه په گټې اخيستنې سره ماين ځاى پرځاى كړي ، خپل ماين پرې چاوديدلى اودواړه ماين خښوونكي وژل شوي دي.

ياد شوى ماين دومره زورور و چې د وژل شويوكسانوبدنونه يې ټوټې كړي اود پوليسولخوا يې ټوټې راټولې كړى شوې دي.

په دې پيښه كې بل چاته زيان نه دى اوښتى.

همدا رازپه همدې ورځ د اتوبجوپه شاوخواكې د لښكرگاه ښارد شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتوكې پوليسوهغه ماين هم كشف اوپه سيمه كې چاودنه وركړه چې د ترهگرولخوا ځاى پرځاى كړى شوى واوغوښتل يې چې زموږد هيواد والويوشميركورنى د غم په ټغركښينوي خود پوليسولخوايې دا هيله پوره نه شوه اوماين يې له منځه يووړ.

Copyright Larawbar 2007-2024