افغان او بهرنيو ځواکونو سيمه ايز طالب قومندان نيولی دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 18th, 2012


د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي تېره شپه د افغان او ايتلافي ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کي د طالبانو يو سيمه ايز قومندان د څو نورو وسله والو سره ژوندی نيول سوی دی .
د ايتلاف قواو د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي دنيول سوي قومندان نوم نه دی ياد سوئ مګر ويل سوي دي چي نيول سوي قومندان د هلمند ولايت په ختيځ کي په کور دننه د ماينونو او نورو چاوديدونکو په جوړولو او ځای پر ځای کولو کي لاس درلود.
په افغانستان کي د ايتلاف ځواکونو په وينا په دغه عملياتو کي يو شمېر چاوديدونکي توکي او ماينونه هم نيول سويدي .

طالبانو او د کندهار ولايت چارواکو تر اوسه ددغه عملياتو په اړه معلومات ندي خپاره کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024