زابل: د ملي اردو او طالبانو تر منځ نښته سوېده
په زابل کي دملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته سوي ددې ولايت
دوالي وياند شريف الله ناصري وايي چي ياده نښته تيره ورځ ددې ولايت په
دايچوپان ولسوالۍ وروسته ترهغه رامنځته سوه چي کله وسله والو طالبانو
دملي اردو په کاروان بريد وکړ.
د ښاغلي ناصري په خبره په ځوابيه بريد کي چي نيم ساعت يي دوام درلود
يوولس تنه وسله والو طالبانو وژل سوي او يوشمير نور يې ټپيان سوي چي د
نوموړي په خبره دنښتي په سيمه کي (۱۱) ميله مختلف النوع وسلې دملي اردو
دسرتيرو لاس ته ورغلي دوالي وياند زياتوي چي په دې نښته کي د ملي اردو
يوسرتيري هم ټپي سوى .
دطالبانو څخه په دې اړه معلومات ندي ترلاسه سوي .
ديادوني وړده چي دغه نښته په داسي حال کي دملي اردو دسرتيرو او وسله والو
طالبانو ترمنځ رامنځته کيږي چي څو ورځي وړاندي په مرکز کلات کي ديولړ
چاڼيز عملياتو په ترڅ کي ديوه کور څخه دماينونو دجوړولو ديوه دستګاه
ترڅنګ څلور تنه مشکوک کسان نيول سوي وه.