د څېړني او ارزوني پلاوی زابل ته ورسېد

د لراوبر اداره | اکتوبر 21st, 2012


هغه غونډه چې په مرکز کلات کي د کابل څخه د راغلي پلاوي د کار د پيليدولو په موخه
جوړه سوي وه پکښي د زابل والي ، دمرکز څخه راغلي پلاوي دملکي او نظامي
ادارو مسئولينو او ددې ولايت يوشمير قومي مشرانو برخه اخستې وه.

په جوړه سوې غونډه کي د زابل والي محمد اشرف ناصري راغلي پلاوي ته د ښه
راغلاست ترڅنګ د هر راز مرستو ډاډ ورکړ او ټولو ادارو ته يې دنده
وسپارله چي د راغلي پلاوي سره د کار د څيړني او ارزوني په برخه کي مرستي
وکړي.

په ورته وخت کي دراغلي پلاوي مشر او د ملي امنيت دعمومي رياست دکورنيو
اوبهرنيو جرمنو پرضد دڅارنوالۍ رئيس سيد نورالله (سادات) په په غوڼده
کي وويل چې دې ولايت ته يي دسفر هدف د جمهور رئيس د (۴۵) ګڼي فرمان تطبيق
او د ټولو ملکي ادارو د کارونو د څيړنه او ارزونه او د دوى د ستونزو د
حواريدلو ترڅنګ داستناف څارنوالۍ ،دنظامي څارنوالۍ او ملي امنيت د
څارنوالۍ د کارونو او دوسيو د څيړول دي چي د ښاغلي سادات په خبره په همدې
موده کي به ددې ولايت دمرکزي محبس څخه به هم ليدنه وکړي او دبنديانو
دوسيې به وڅيړي او هغه کسان چې بې ګناه په محبس پراته دي خوشي کړي .

بلخواه دولايتي شورا غړي حاجي هاشم ګراني او دسولي شورا ددارالنشاء رئيس
غني خان توخي دراغلي پلاوي څخه وغوښتل چې دټولو ادارو دکارونو په جدي ډول
څيړنه او هغه ستونزي چې ستونزي چې يي زابل ميشتو ته يي رامنځته کړي او
خپله ادارې ستونزي دهيواد تر جمهور ريس پوري ورسوي.

Copyright Larawbar 2007-2024