کندهار: په ارغنداو کي د بشپړو سوو پروژو کيفيت ټيټ دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 21st, 2012


د كندهار د ارغنداب اوسيدونكي په ياده ولسوالۍ کي د تر سره سويو پروژو
كيفيت ټيټ بولي.د دې ولسوالۍ قومي مشرانو د ولايتي شورا په غونډه کي غوښتنه وكړل چي ،بايد ولايتي اداره په دې او نورو برخو کي د خلگو ستونزو ته پاملرنه وكړي.
د شورا غونډه چي ، د شورا د منشي حاجي حافظ الله په مشرۍ جوړه سوې وه د
دې ترڅنگ پر يو شمير نورو موضوعاتو باندي هم خبري او بحث وسو .

د دې ولسوالۍ د قومي مشرانو شمير چي ، تر (۳٠ اوښتى د كندهار د ولايتي
شورا څخه يې غوښتنه وكړل ترڅو د ولايتي ادارې سره د دوى د ستونزو پر سر
خبري وكړي .

د يادو قومي مشرانو ډله چي ، مشري يې د ولسوالۍ د پرمختيائي شورا رئيس او
مرستيال كول وويل چي ، په ولسوالۍ کي تر سره سوي پروژې په ټيټ كيفيت جوړي
سوي دي او په وينا چي ، بايد ولايت مقام او ولايتي شورا د دې پروژو
ارزيابي وكړي .

د كندهار د ولايتي شورا غړيو د دې ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ور كړ چي ،
په پوره توگه د دوى د غوښتونو ملاتړ كوي او زياته يې كړل چي ټولي غوښتني
به يې د ولايتي چارواكو سره شريكي او وڅيړي .

پاته دي نه وي چي د شورا په نننۍ غونډه کي د دې ترڅنگ د يو شمير نورو
كسانو پرعرضپاڼو باندي هم خبري او بحث وسو .

Copyright Larawbar 2007-2024