د ميوند د اتلانو لوبډلي تود هرکلی وسو
ياده لوبډله چي له تيري يوې نيمي مياشتي راهيسي په مركز كابل كي د روشن
افغانستان د غوره ليګ په سياليو بوخته وه ،د يكشنبې په ورځ كندهار ته
راورسېده .
يادي لوبډلي ته د كندهار په هوايي ډګر كي د ولايت مقام د مالي او اداري
رئيس ،د سپورټ او بدني روزني د امر او كندهار ښاريانو له خوا هركلى وسو.
همدارنګه يادي لوبډلي ته په كندهار ښار كي ښاريانو هم تود هركلى ووايه
او هرځاى خلګ ددې لوبډلي راتګ ته سترګي په لار وه .
د ميوند د اتلانو د لوبډلي روزونكى عبدالسمېع (غيرت مل) وايي ملګرو يې په
ډېره مېړانه لوبي وكړې چي په ترڅ كي يي درې ګټلي ،يوه مساوي او يوه يي هم
بايلي ده .
همدارنګه ښاغلى غيرت مل وايي چي د روشن افغانستان د غوره ليګ سيالۍ د ملي
وحدت د يو سمبول په توګه تر سره سوې چي د كندهار او هلمند ځوانانو پكښي
فعاله برخه واخسته
د يادوني وړ ده چي په يادو سياليو كي د سهيل لوېديځ زون څخه د ميوند
اتلانو دريم د شمالي زون څخه د سيمرغ البرز دوهم او د لوېديځ زون څخه د
طوفان هريرود لومړى مقام تر لاسه كړ.