سعودي ته د افغان حاجيانو د لېږد لړۍ بشپړه سوه
وروستۍ ډله افغاني حاجيان دتيري شپي په نيمايي کې دآريانا افغان هوايي
شرکت ديوې الوتکې په واسطه جدې ته ورسيدل اوپه دې ډول دافغاني حاجيانو
دليږدونې عمليات پاى ته ورسيدل .
په مکه مکرمه کې دحج او اوقافو وزارت خبرځايونه وايي چې وروستۍ ډله
افغاني حاجيان تيره شپه دآريانا افغان هوايي شرکت ديوي الوتکې په واسطه
جدي ته وليږدول شول اودحاجيانو دليږدونې عمليات پاى ته ورسيدل مسوولين
وايي چې دليږدونې عمليات دزماني جدول له مخې ترسره شوي دي اوپه دي لاره
کې جدي ستونزه نه وه .
مسوولينو دغه راز ويلي دي کوښښ شوي دي چې دمکې مکرمې اومديني منوري په
ښارونو کې افغان حاجيانو ته لازمې اسانتياوي برابري شي .
دهمدغو هلوځلو په لاره کې تيره شپه دحج او اوقافو وزير ډاکترمحمديوسف
نيازي په داسې حال کې چې دڅارنې رييس انجينر محمديوسف پښتون اوسلاکار
وزير غلام محي الدين بلوڅ هم حاضر و داسيادجنوب موسسې له رييس عرفان کاتب
سره چې په مکه مکرمه کې داسيا دجنوب دهيوادونو دحاجيانو چاري په غاړه
لري وکتل اوپه منا، عرفات اومزدلفه کې افغان حاجيانو ته دلازمو اسانتياو
دبرابرولو په اړوند يې خبري وکړي.
داسيا دجنوب دموسسې رييس دافغاني بعثه له خوا همغږي کارونه او نيول شوي
تدبيرونه وستايل اوافغاني بعثه يې يو بريالي مرکز وباله اوله افغاني
حاجيانو اوبعثه سره يې دزياتو همکاريو په لاره کې داسيادجنوب دموسسي
دتياري يادونه وکړه.