د هاوان په بريد کي ۸ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

د لراوبر اداره | اکتوبر 21st, 2012


نن سهار ۱۱ بجې د لوګر ولايت برکي برک ولسوالۍ شيخيلو کلي باندې د هوان د ۴ ۴ بريدونه سوي چې له امله يې ۶ تنه ملکي هيوادوال چې ټول ماشومان دی شهيدان او ۲ تنه ټپيان شول ، دغه توغندي په داسي حال کې په نومړي کلي ولګيدل چې ياد ماشومان په لوبو بوخت وو .
سيمه ايز خلک نه پوهيږي چي هاوان له کومي خوا توغول سوی دی ، طالب وياند ددغه بريد پړه پر امريکايانو ور واچول ، هغه وايي د خدر له امريکايي کمپاين (مرکز) څخه دغه بريد ترسره سوی دی خو امريکايانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .

دهغو ماشومانو نومونه چې شهیدان شوي (حکيم ولد مرجان ، عمرجان ولد عبدالغفار ، رحمت ولد نواب ، ظاهر ولد شمس ، ياګل ولد صالح ،همايون ولدغازي دشيخيلو دکلي اوسيدونکي ) هغه چې ټپيان شوي (عبدالجبار ولد میران ، ظفر ولد حسن ، دنواآباد کلي اوسیدونکي ) ښودل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي ددغسي پېښو د قربانيانو په اړه د بشر حقوق مدافعين چوپه خوله پاته کيږي په داسي حال کي چي دده په وينا دکابل يوناما میشتو تيره ورځ دملکي خلکو په اړه په هغوتلفاتو انديښنه وښوده چې دوي يې نسبت طالبانو ته کاوه خو دامريکايانو په اړه تل ګونګه روژه نيسي او هر عمدي او غير عمدي عمل ېي تر پردو لاندې کيږي ، نوموړي پر افغان رسنيو ږغ وکړ چي ددغسي پېښو پر مهال خپل رسنيز مسوليت ادا کړي.
په افغانستان کي د امريکايي قواو مطبوعاتو تر اوسه ددغي پېښي په اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024