خوست:کروندګرو ته اصلاح سوي تخمونه وويشل سول
په لوموړي ځل په خوست ولايت كې په مناسب وخت کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوى تخم ورکول كيږي، د خوست د کرنۍرياست مسوولين وايي چې نږدې دوه سوه ټنه اصلاح شوى تخم پرهغو کروندګرو ويشل كيږي چې له وړاندې د کوپراتيف په پرګرام کې ثبت شوي دي. كه څه هم په دې سره كروندګرپه راتلونكې كې د ښو حاصلاتو لپاره هيله مند دي خو بياهم له دولت غوښتنه كوي چې د لاښه حاصل لپاره ډېرو تخمونوته اړتيالري.
لسګونه كاله كيږي چې د جرمنيانولخوا د ځنګلو او زراعت پروژې د عملي كيدو له امله په لويه پكتيا اوپه ځانكړي ډول په خوست كې د كرنې په برخه كې ډېرپرمختګ شوى، او خوست چې نسبتاً ګرمه هوا لري له بركته يې كرنيزې ځمكې دوه فصلونه وركوي، د مني په پيل كې شولې، مى، جوار، لوبيا او ورته نور فصلونه رسيږي او سملاسي بياغنم كرل كيږي، كه څه هم د تخمونوپه برخه دولت همكاري كوي خو ستونزې يې داوي چې د خوست كرنې رياست له تېرلس، دولس كاله راپدې خوا بزګرانو ته په داسې مهال تخمونه وركوي چې د هغوتخمونوكرل شوي فصلونه ريبلوته نږدې وي، ځكه خو يې د تېرو مرستوچندان اغېزهم نه دى معلوم شوى، خو دا لومړى ځل دى چې په خوست كې د كرلو په وخت نږدې څلورزره بزګرانوته د غنمواصلاح شوى، دوه سوه ټنه تخم ويشل كيږي، په همدې موخه د جوړو مراسمو پرمهال د خوست د کرنۍ او مالدارۍ ريس حفيظ الله وويل هريوه ته يې د دېرش فيصده بيې په بدل كې پنځوس كليو تخم وركول كيږي.
په همدې مهال د خوست والي عبدالجبار نعيمي دا مرسته ډېره غوره وبلله ځكه چې پدې سره به د غنموپه حاصلاتو کې زياتوالى راشي، ده زياته كړه چې دا تخمونه دکرنې وزارت لخوا د اوه ميليونه، اته سوه پنځوس زره افغانيو په لګښت اخيستل شوي چې دي.
كه څه هم خوست يوکرنيز ولايت دى خو دمګړۍ دکرنې او مالدارۍ رياست لخوا د نه پاملرنې له امله هغه دولتي باغونه د ښه والي پرځاى د له منځه تلو په حال كې دي چې لسګونه كاله وړاندې د ښارپه زړه كې جوړ او پريمانه حاصلات يې وركول، د دې سوال په ځواب كې د كرنې رياست مسوولين وايي چې په املاكي مسايلوكې بوختيايې د دې لامل شوې ده.