ناټو وايي يو بل سرتېری يې ووژل سو
د افغانستان د پاره د ناټو او ايساف مطبوعاتي دفتر د يکشنبې په ماخستن خبر ورکړ چي يو بل سرتېرئ يې د سړک غاړي بم په چاودنه کي ووژل سو . په دې خبرپاڼه کي د نور مالي يا ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل سوي .
نوموړی مطبوعاتي دفتر يوازي د وژل سوو کسانو لنډ خبرونه رسنيو ته استوي ، دوی وايي چي پاليسې يې داسي ده چي د ټپيانو او مالي زيانونو په اړه رسنيو ته خبر جزيات نه ورکوي . دوی د وژل سوو کسانو هويت او د پېښي څرګنوالی هم د وژل سوي سرتيري د اصلي هيواد د دفاع وزارت ته پريږدي چي هغوی يې اعلان کړي او په اړه يې جزيات خپاره کړي .
ددغه پېښي په اړه افغان دولت او طالبانو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.