افغان پولیس دوه امریکایی پوځیان ووژل
اسوشیټیډ پریس د امریکایی پوځی منبع په حواله خبر ورکوی چی نن یو افغان پولیس د روزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالي کی پر امریکایی پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې دوه امریکایی پوځیان ووژل .
اسوسیټیډ پریس وایی چی پرون د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کی اخطار ورکړی و چی موږ به د خپلو نفوذی پولیسو او عسکرو په واسطه پر بهرنیو پوځیانو حملې زیاتی کړو ، او دا حمله د هغه خبرداري څخه دوولس ساعته وروسته پیښه سوه .
خبر زیاتوی چی سږ کال افغان امنیتی ځواکونو ۵۵ بهرني پوځیان وژلی دي چی دې کار هغوی سخت ناآرام او پریشان کړی دي اومخنیوی یې تقریبأ ناممکن دی .