شاهد اپریدی او عامر خان په حج کی دي
د سعودی عربستان څخه را رسېدلي خبرونه وایی چی د هندي سینما ( بالی ووډ ) مشهور هنرمند عامر خان او د پاکستان د کرکیټ ټیم تکړه لوبغاړی شاهد اپریدی د حج ادا کولو لپاره د عرفات په میدان کی حضور لری .
دا لومړی ځل دی چی د هندي سینما یو ځوان او مؤفق مسلمان هیرو د تقاعد څخه مخکی د خپل اوج او شهرت پر مهال د حج فریضه ادا کوی . شاهد اپریدی او عامر خان دواړه د یو دینی امام په لارښونه په ګډه دا مراسم پر ځای کوی .
خبر زیاتوی چی د اروپایی فټبال د ټیمونو څو مشهور پلېیران ( لکه د فرانسې د ټیم مؤفق لوبغاړی هانری او د ایټالیا د بارسیلونا ټیم یو غړی او نور ) هم مسلمانان سوي دي او د حج مراسم ادا کوی .
په داسی حال کی چی غربی منابع د اسلام پر خلاف مبارزه کوی ، خو د هغوی مشهور کسان په اسلام مشرف کیږی .