کور / هستوي فزيک / ګټمن پوستکالی – د ورانوونکو پروګرامونو حذفول (۲)

ګټمن پوستکالی – د ورانوونکو پروګرامونو حذفول (۲)

Anti-Maleware هغه پوستکالی دئ چي کمپيوټر کي مخرب پروګرام په نښه کوي او د تل لپاره یې حذفوي .
دا پوستکالی ټول هغه پروګرامونه چي په سي پي يو (CUP) کي د اجراء په حالت کي وي ، څاري او د بد پروګرام په ليدو سره هغه په نښه کوي او بيا يې د کمپيوټر له حافظې ليري غورځوي.


دا پوستکالی هر هغه بد( ورانوونکي) پروګرامونه چي اکثراً يو انټي وایروس يې نه سي کشفولی ، مومي او د له منځه وړلو لپاره يې درښکاره کوي.


د دې پروګرام ځانګړني :
– د ۲۰۰۰، XP، ویسټا او سېون 7 په وينډوزنو کي د کار وړ دئ .
– د چټک سکن کولو شونتيا.
– د مشکوکو پروګرامونو قرنطينول او د ضرورت په اساس بيرته را ګرځول.
– د چټک اسکن لپاره د بوليو (Commands)د کارولو  امکانات.
او …



د دې پوستکالي د کښته کولو لپاره ورسمي ویب پاڼي ته يې مراجعه وکړئ.
http://www.malwarebytes.org