دوه برتانوي پوځیان وویشتل سول
ناټو خبر ورکوی چی پرون د افغانستان په جنوب کی طالبانو پر بهرنیو پوځیانو حمله وکړه چی دوه خارجی عسکر یې ووژل .
خو د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی هغوی دواړه برتانویان وو چی د هلمند ولایت په نهر سراج کی ووژل سول ، او زیاتوی چی یو د شاهی مرین د خاصو پوځیانو څخه و ، او دوهمه یوه ښځینه پوځي وه چی له منځه لاړه .
بلخوا ، طالبانو اعلان وکړ چی هغوی دواړه د یو افغان پولیس لخوا ووژل سول .
دغه پیښی د برتانوي پوځیانو تلفات ۴۳۵ ته ورسول .