مولوي فقیر محمد: حکیم الله مسید به زموږ مشر وي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 29th, 2012


لندن : د بي بي سي د خبر له مخې په باجوړ کې د پاکستان د وسله والو طالبانو مشر مولوي فقیر محمد هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې د حیکم الله مسید په ځای په سوات کې د پاکستاني طالبانومشر مولوي فضل الله د هغه ځای ناستی ټاکل کیږي.له یوه نامعلومه ځایه له بي بي سره په خبرو کې مولوي فقیر محمد وویل، چې حکیم الله مسید، د طالبانو شورا د رایو په اتفاقسره مرکزي مشر ټاکلی و.د ده په وینا له همدې امله دغه ډولټولې ګنګوسې دروغ دي، چې ګواکې اوس د حکیم الله مسید په ځای مولوي فضل الله د طالبانو د مشر په توګه ټاکل کیږي.دسږ کال په لومړیو کې د مولوي فقیر محمد په اړه هم ویل شوي و، چې دپاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید د پاکستاني طالبانو دغه دویم نمبرجګپوړی مشر له خپلې دندې لرې کړی دی.”د نوموړي په خبره حکیم الله مسید اوس هم د طالبانو مشر دی او په راتلونکي کې به یې هم مشر وي.په سوات کې پر ملاله یوسفزۍ له برید وروسته دپاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي و، چې په سوات کې دطالبانو مشر مولوي فضل الله د حکیم الله مسید په ځای د دغه تحریک د نوي مشرپه توګه ټاکل کیږي.د سږ کال په لومړیو کې د مولوي فقیر محمد په اړههم ویل شوي و، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید د پاکستانيطالبانو دغه دویم نمبر جګپوړی مشر له خپلې دندې لرې کړی دی.هاغه مهال یوې سرچینې بي بي سي ته ومنله، چې دا پرېکړه د طالبانو د مشرانو په شورا کې شوې وه.د ۲۰۰۹په اګست کې د بیت الله مسید تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو ډله کمزورې شوه.د مسید تر وژل کېدو وروسته، د مولوي فقیر محمد دمشر کېدو احتمال ډېرو. خو تحریک طالبان پاکستان هغه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې پر خپله دنده پرېښود.

Copyright Larawbar 2007-2024