په خیبر ایجنسۍ کې هوايي بريد شوى

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 30th, 2012


پېښور:د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر قبائیلي سیمه کې د وسله والو په پټنځايونو د چورلکو له لارې عمليات کړې دي چې له امله يي ١٠ وسله وال وژل شوې او شپږ ټپيان دي دي.دهوايي برید څخه وړاندې د خیبر ایجنسۍ د اکاخیلو په سیمه کې د وسله والو او عسکرو په جگړه کې یو عسکر وژل شوی وو او درې ټپيان وو .یو بل عسکر د خیبر ایجنسۍ په شلوبر سیمه کې سړک په غاړه د بمي بريد له امله وژل شوی دی. شلوبر کې عسکر په داسې مهال وژل شوی چې هلته د وسله والوپر ضد پلټونکي عمليات روان وه.د پاکستان رسنۍ وايي چې د وسله والوپر ضد پلټونکو عملياتو کې له اکاخيلو ١٥ وسله وال نیول شوې هم دي او د وسله والو څلور پټنځايو نه ويجاړشوي هم دي

Copyright Larawbar 2007-2024