کور / تازه خبرونه / امریکا: سمندری توپان لس کسه مړه کړل

امریکا: سمندری توپان لس کسه مړه کړل

د امریکا په شرقی ایالتونو کی د سمندری توپان له کبله تر اوسه د لسو تنو د مړ کیدو خبر ورکړل سوی.
راپورونه وایی دغه کسان په نیوجرسی کی اوبو وړی دي.
د هوا پوهنی اداره وایی سینډی توپان په یوه ساعت کی ۱۲۰ کیلومتره تیزوالی لری او ښایی مرګ ژوبله او تاوانونه یی ډیر سی.
داسی وړاندوینه هم سوې چي ممکن په اوهایو ایالت کی د همدې توپان له وجی ډیر واوری وسی.
توپان تر اوسه په نیویارک او نیوجرسی کی زیات مالی تاوانونه رسولی چی د چارواکو په وینا ښایی تر ۲۰۰ میلیون ډالرو پوری مالی تاوان خلګو ته ورسېږی.
حکومت له څو ورځو راهیسی خلګو ته د توپان د راتګ اعلانونه خپرول، په ډیرو سیمو کی مکتبونه رخصت او کاروبارونه ولاړ دی. خلګ په کورونو کی ناست دي، او د برق د نه زیانمنیدو دوعاوي کوي.