هلمند: افغان پوليس دوه انګريز پوځيان ووژل

د لراوبر اداره | اکتوبر 30th, 2012


د هلمند په ګريشک ولسوالي کي يوه افغان پوليس د ناټو اړوند دوه پوځيان ووژل ، طالبانو رسنيو ته وويل چي بريد ددوی يوه انډيوال کړئ دی چي د پوليسو په منځ کي دداسي يوه بريد لپاره روزل سوی و ، دهلمند ولايت چارواکو رسنيو ته پېښه تاييد کړئ ده او وايي چي وژل سوي پوځيان انګريزان دي .
د ناټو مطبوعاتي دفتر هم دا پېښه تاييد کړه خو د وژل سوو پوځيانو هويت يې نه دی څرګند کړئ .
د يادوني وړ ده چي د سږکال په جريان کي د افغان پوليسو او ملي اردو د پوځيانو لخوا پر بهرنيو پوځيانو د بريدونو په ترڅ کي د وژل سوو خارجي پوځيانو شمېر تر ۵۵ اوښتی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024