په سوات کې يو شمير پوسټرې ويشل شوې
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
سوات د رسنيو د خبرو نو له مخې د خیبر پښتونخوا سوات کې تیره شپه نامعلومه کسانو د طالبانو او د امریکې پر ضد پوسټرې ویشلې دي. په دغه پوسټرو کې کې خلکو ته ویل شوې چې امریکا پرې ډرون حملې کوي او طالبان ځان وژونکې بمي چاؤدنو کې مسلمانان وژنې. په اردو ژبه کې لیکل شوې پوسټرو کې د یو شمیر حدیثونو حوالې هم ورکړل شوې دي.دا معلومه نه ده چې دغه پوسټرې د چا لخوا ویشل شوې خوې چې د سوات لوې ښار مینگوره کې سهر خلک پاڅیدل نو ځائې په ځائې يي دغه پوسټرې ولیدې.ځائې خبریالان وايي یو شمیر پوسټرې ورته د شپې نه په پریس کلب کې ایښودل شوې وې. په پوسټر کې د امریکې صدر براک اوباما او دطالبانو مشر حکیم الله محسود تصویرونه ورکړل شوې دي او دا پوښتنه کیږي چې لوې دښمن څوک دی؟هم د دغه پوښتنې په ځواب کې وویل کیږي چې امریکا د قوم لور عافیه صدیقي نه پریږدي او طالبان ملاله نه معاف کوي.په پوسټر کې ویل شوې طالبان په اصل کې خوارج دي. خوارج په تاریخ کې هاغه چاته ویل کیږي چې د اسلام د لومړو خلفاؤ په دور کې د هاغه وخت د خلیفه او امب مسلمه پرضد یی د جگړو اعلان کړی وو.په یو پوسټر کې د پیغمبر اسلام د هاغو حدیثونو حواله هم ورکړل شوې ده چې پکې د خوارجو علامتونه یاد شوې دي. پکې د صحیح مسلم یو حدیث کې د خوارجو د یو علامت په اړه ویل شوې چې هغوې یعنې خوارج به د کم عمر هلکان وي.پوسټر کې د صحیح بخاري نه حواله ورکړل شوې ده او یو بل حدیث يي هم ذکر کړی چې وايي دوې یعنې خوارج به دین کې د دهوکې نه کار اخلي او ږیرې به يي گورې وي.پوسټر کې امریکې ته اشاره شوې او وايي چې په عراق او افغانستان يي حمله کړې او طالبان یادوي چې په جوماتونو او مزارونو حملې کوي.تر اوسه چا دا دعوه نه ده کړې چې دغه پوسټرې د چا لخوا ویشل شوې دي.