دټاکنو خپلواک کمیسیون وایی :مخا لفین په ټاکنو کي ونډه اخیستلای شی

59 | نوومبر 1st, 2012


دټاکنودخپلواک کمېسيون مشر له وسلوالوطالبانواودحزب اسلامي څخه وغوښتل، چې په راتلونکوټاکنوکې برخه واخلي اودقدرت د ترلاسه کولولپاره له مشروع لارې راوړاندې شي.
د ټاکنودخپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته وویل،چي ددولت وسلوال مخالفين طالبان اوحزب اسلامي کولای شي په ټاکنوکي برخه واخلې ،تاوتريخوالې،دخلکووژنې اودوينې تويولوڅخه لاس په سررشي.
معنوي زياته کړه: چي جګړه دحل لاره نه ده، دحل يواځېنۍ لاره دا ده چې موږ فضا برابره کړو. دافغانستان خلک چې د مشر،وکيل يا استازي په توګه پر هرچا باورکوي، هماغه سړى دې ډګر ته راشي اودافغانستان له خلکودې استازيتوب وکړي.دافغانستان د ټاکنوخپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د١٣٩٣ کال د وري په ١٦نیټه ترسره شي.
د ټاکنو د کمېسيون مشر وويل، چې د ټاکلي مهالوېش له مخې د١٣٩٣ کال دولسمشرۍ دټاکنو پايلې به د غويي په ٢٤نیټه او دولايتي شوراګانود ټاکنو پايلې به د غبرګولي په ١٧نیټه اعلان شي.دده په وينا،که دولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاوته وغزیږی،نودويم پړاوبه يې د١٣٩٣ کال د غبرګولي په ٧ نیټه ترسره شي.
د یادوني وړده ،چي دافغانستان ولسمشر حامدکرزی په وارو، وارو له مخا لفینو څخه غوښتي دي، چي خپلي وسلي پر مځکه کښیږدی اوددولت سره یوځای شي. ولې مخالفین وسله وال طالبان بیادکرزی دولت ته د خلکو دیوه ریښتینې دولت په ستر ګه نه ګوری ،اوهغه پر خلکو باندي دپردو په لاس ټپل شوی یونا مشروع اوغیرقانونې دولت ګڼي .نوځکه مخا لفینوددي دولت سره دخبرواترو او ناستو ټولي لاری په ټپه درولې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024