د افغان پوځ پخوانی جنرال ډاکټر محمد اکرم هلالي په حق ورسېدئ

د لراوبر اداره | اکتوبر 31st, 2012


دافغانستان د پوځ پخوانی جنرال ډاکتر محمداکرم هلالې نن ورځ دهغي اوږدی ناروغي له امله چي ور پیښه شوی وه په حق ورسیدی. جنرال اکرم هلالی دملی دفاع په وزارت کي دافع هوا لوی انجنیر، دکورنیو چاروپه وزارت کي د پیژنتون ریاست مرستیال ، په مسکوکي دافغانستان په لوی سفارت کي نظامی اتشه اودپولیسو داکاډمۍ دقوماندان په توګه یې دندي تر سره کړیدي.



جنرال ډاکتر اکرم هلالي د ۱۵ کلنو را پدی خواپه هالند کی میشت وو. دمرحوم جنرال ډاکتر محمد اکرم هلالي جنازه د ۲۰۱۲ (2012)کال د نوامبر د میاشتې پر دریمه نيټه د شنبې د ورځې پر یوولسو (۱۱)بجو د هالنډ هيواد د(ROERMOND)په ښار کې په لاندی ادرس خاورو ته سپارل کیږی. د جنازې او فاتحې نور جزيات د لراوبر په خبرتياو کي لوستلای سئ .

Copyright Larawbar 2007-2024