ميدان وردګ:۳ ماين ښخوونکي په خپل ماين ووژل سول
دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې درې(۳) تنه ماين خښوونکي دخپل ځاي پرځای شوي ماین دانفجار له امله و وژل شول.
د معلوماتو له مخې ددې ولسوالۍ دمداد په کلي کې بیګاه شپه (۶) بجې مهال درې تنه وسلوالو مخالفینو غوښتل چې په سړک باندې ماینونه ځای پرځای کړي چې په نوموړو کسانو باندې خپل ماین انفجار کړې چې له امله یې درې واړه ځای پرځای وژل شوي دي.
په وسلوالو مخالفینو کې نورالرحمن دفضل الرحمن زوی، شمیم د محسن زوی دخلیلي دکلي اوسیدونکي او یوبل تن چې شهرت یې معلوم ندی وژل شوي دي.