اسماعیل خان: دمجاهدینو شورا ته دي وسلي ورکړل شي

59 | نوومبر 12th, 2012


هرات : دهرات څخه درارسیدلي خبرسرچینه وایی چي نن زرګونوخلکو په هرات کې داوبواو برېښنا وزير اسماعيل خان دوسلودوېش دڅرګندونو پرضد غونډه وکړه اودهغه دغه کار يې واک ته درسېدولپاره یوه وسیله وباله.
دغه غونډه نن له غرمې نه مخکې دمولانا جلال الدين بلخي په تالارکې دمدني ټولنې فعالانوغړو، دسیمي سپين ږيرو اوقومي مشرانو په ګډون داسماعيل خان دوینا په اړه اندېښنه څرګنده کړه اودهغه داکار یی دوسلوویشلولپاره ځان واک ته رسول وګڼل.
د اوبواو برېښنا وزيراو پخوانى جهادي قوماندان اسماعيل خان چي ډیر وخت یی دهرات د والې په توګه دنده پر مخ بیوله ،تېره اوونۍ په هرات کې دمجاهدينو په يوې غونډه کې وويل، چې دهېواد د دفاع په موخه دمجاهدينو شورا جوړوي او په دې اړه يې له ولسمشر اويو شمېر جهادي مشرانوسره یی هم خبرې کړې دي. دتورن اسماعیل دغه څرګندوني په ټول افغانستان کي دسختو نیوکواو غندونوسره مخامخ شوي.
په ننۍ غونډه کي خلکوداندېښنې په څرګندولوسره زیاته کړه ،چي تورن سماعيل خلکو ته د وسلو دوېشلو نيت لري او غواړي، چې له ٢٠١٤ کال وروسته د اوضاع کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
دوی وایی ، چې افغانستان غښتلې اردو او پوليس لري او هېڅوک په هېڅ ډول دا حق نه لري، چې پر پوځي خوځښتونو لاس پورې کړي او امنيت ګډوډکړي. دغه ډول اشخاص دخلکو په منځ کې بده مخينه لري، دوى د ملت په فکرکې نه دي اوغواړي چې دوسلو په وېشلوسره ځان واک ته ورسوي.
دغه رازځینو نورو قومي مشرانو په دې غونډه کې له دولته وغوښتل، چې د يو موټي افغانستان لپاره بايد خلکو ته ذهنيت ورکړي، چې ډلې ډلبازۍ او ټوپک سالاري د ملي يووالي په ګټه نه دي.هغوی ګواښ وکړ، چې دولت بايد د دغه ډول وسله ييزو خوځښتونو مخنيوى وکړي.
په داسې حال کې، چې دملا معروف په نوم د هرات د جهادي شورا يو غړى له څو تنو پلويانوسره د مولانا بلخي تالار له دروازې سره له خپل موټر څخه کښته شو او خلکو ته يې ذهنيت ورکاوه، چې په غونډه کې دې ګډون نه کوي.
هغوى ويل، چې خلک بايد تالار ته دننه نه شي او د وينا کوونکو پر خبرو باور ونه کړي.
دتورن اسماعیل څرګندوني په ټول افغانستان کی دخلکوبیلابیل ویرونکي احساسات را وپارول او دافغانستان پارلمان هم په دی هکله کلکه اندیښنه ښکاره کړه .دتورن اسماعیل دوینا په هکله ی دمشرانو جرګي دکورنیو چارو وزیر او دامنیت لوی رييس دخبرولپاره د مشرانو جرګي یوی غونډ ته داحتضا لپاره راوِغوښتل شول.

Copyright Larawbar 2007-2024