دپلار جايداد مي خرڅومه زه لندن ته ځمه
دپلار جايداد مي خرڅومه زه لندن ته ځمه
يا كاناډا يا جرمني يا واشنګتن ته ځمه
دلته مي شوندي وچي شوي او پتري نيولي
هلته سري شوندي ښكلومه زه لندن ته ځمه
دپلار جايداد ځما تحصيل راته پكار نه شولو
دواړو ته اور ورته كوومه زه لندن ته ځمه
دلته كشمش او كنجاړه په خوند كښي فرق نلري
د خولي خوند نه خرابومه زه لندن ته ځمه
ځان سره وړمه دغمونو او دردونو پيتي
چيرته يي سيند ته غورزومه زه لندن ته ځمه
هم به مي غم شي غلط هم به جهان ووينم
هم به چي كورته څه ليږمه راليږمه زه لندن ته ځمه
د اتڼ ډول مو شليدلی
پکې جوړه کارغه ځاله
څڼو بل رنګ دی اخيستئ
هم ثواب تېر له اوباله
نه خائن ته ګوته نيسو
نه اتل ته يو ليواله
نه ساپۍ لرو په منځ کې
چې خبر مو که له حاله
نه مو بيا چېرته پيدا کړه
پښتنه پېغله ملاله
هم مو کړيکي سړې شوي
سردرو کې د ميوند دي
نه مو بيا څپې له جوشه
راوتلي له هلمند دي
د خيبر زلمي مو ورک دي
اپريدي دي که مومند دي
خو دا ياد لره دښمنه
دا څرګنده افسانه ده
دغه خاوره له ازله
اتلانو اشيانه ده
سکندر پکې نسکور دی
د پيرنګ خوله لا ترخه ده
په چنګېز يې ناتار جوړ وو
د بابر کيسه اوږده ده
د اورنګ جام يې نسکور کړ
د عرب کيږدۍ چپه ده
له خيبره تر پاميره
له امو تر اباسينه
يو مو موج يوه څپه ده
يو وجود يوه مو وينه
دا به بېرته راپاريږي
دا ټبر به پر مخ ځينه
بيا به نېغې دوی شملې کا
بيا به وپړقوي سپينه
بيا به شخ برېتونه غوړ کا
بيا به څڼې تاووينه
وي به ټولې غېږې خلاصې
هم ترمنځ بې سارې مينه
بيا به لمانځو خپل جشنونه
خپلواکي به مو ليلا وي
بيا به جوړ کړو اشرونه
هر يو کار به مو سوکا وي
بيا به تور لښکر راوځي
بيا به دروند نوم د پکتيا وي
اربکي به مو خواره وي
هر يو غل به وار خطا وي
بيا به چيغې ميوندۍ وي
د ملالې به اروا وي
پاني پت به فتح کيږي
هر غازي به په ګډا وي
د ميرويس زوی به شي پورته
اصفهان به په لړزا وي
هره مور به مو نازو وي
هر يو زوی به يې ابدال شي
هر يو لاس به مو وي توره
هر ټټر به ورته ډال شي
د فلېپ زوی به نسکور وي
لوی غرور به يې زوال شي
په بولان کې به نارې وي
چې تر غاړې يې چترال شي
دا به بېرته راپاريږي
دغه خوب به يې تماميږي
دغه زما پښتنه خاوره
دلته هېڅوک نه پائيږي
سور او تور زرغون ګورې
په اټک به ورپيږي
بيا ساقيان به څټک واخلي
زنګين ورونه به ماتيږي
د رندانو وار به راشي
په نوبت به خولې کږيږي
له ملا به وي لار ورکه
په لوی غر به نه ځائيږي
د واعظ خوله به شي بنده
سامعان به يې ورکيږي
هم د شېخ تسبې به پرې شي
په سره ږيره به شرميږي
په چڼيانو به ماتم وي
خدايه څه غضب وريږي
د ګودر زړه به غورزيږي
جينکو به پرې غوبل وي
چنارو ټټر به پرې وي
پرې به ليک د هر يو ګل وي
بيا به سوي ساندې بولي
د شپونکۍ نۍ به غزل وي
دوزخونه به ګمراه شي
ترې به هېر د ستي چل وي
جنتونه به رالويږي
ګډ په حورو به يرغل
بيا دهوش پر ائينه کې
مدهوشي به را ايله کړي
بيا به ترنګ د رباب ګورې
ټول وچ زړونه به اوبه کړي
شي به مستې ځوانئ پورته
محفلونه به تاوده کړي
بيا به بډ وهي لستوڼي
په سور شال به ګډيده کړي
د ډول غږ به يې زړونه چوي
تش محراب ته به تکيه کړي
دغليم پر کور به لويږي
له هېبته تندرونه
د ايمل بابا په غرو کې
د زمرو غړمبهارونه
د شمشاد څوکې به وياړي
د غازي پر ګزارونه
رباتونه به مو طۍ وي
لا به پاتې وي مزلونه
بس همدغه مو ارزو ده
هر دښمن مو سرنګون کړې
ربه ته په خپل قدرت سره
هر پښتون په دغه يون کړې
بدبيني ورنه جارو کړې
او ترمنځ يې پيوستون کړې
د فدا ژوند ترې فدا کړې
خو پښتون بېرته پښتون کړې