د طالبانو په حمله کي د ناټو ۱ پوځي ووژل سو
ناټو وايي نن د نوامبر پر ۱۲نېټه يې د افغانستان په ختيځ کي يو سرتېرئ د طالبانو لخوا په وسله وال بريد کي ووژل سو .
په هغه خبرپاڼه کي چي د ناټو مطبوعاتي دفتر لخوا لراوبر ته راغلې ده د پېښي دقيق ځای او د وژل سوي پوځي هويت پټ ساتل سوئ دی .
بله خوا ذبيح الله مجاهد هم لراوبر ته وويل نن بيا په بېلابېلو سيمو کي پر بهرنيو پوځيانو د مرګونو بريدونو خبر ورکړئ دی .
طالبان هره ورځ پر بهرنيو او افغان ځواکونو د بريدونو او هغوی ته د ځاني زيان د اړولو خبرونه لېږي خو د ناټو او افغان حکومت لخوا يو نيم داسي خبرونه رسنيو ته راوزي چيري چي ددوی د سرتېرو د وژل کېدو خبره سوې وي .
که هغه ويډيوي تصاويرو ته وکتل سي چي وخت په وخت د طالبانو لخوا د مستندو شواهدو په توګه خپريږي ، د ايتلاف او ناټو اړوند پوځونه د موټر بمونو او سړک غاړي بمونو په پېښو کي د مالي او ځاني زيان سره مخامخ کېږي .
که د طالبانو لخوا د بريدونو څخه اخستل سوي تصاوير محاسبه سي ښايي په افغانستان کي د بهرنيو پوځيانو د تلفاتو شمېره تر هغه زياته وښيي چي د بهرنيانو د مطبوعاتي دفترونو لخوا اعلانيږي .