طالبان : په غلچکي بريد کي مو يو عسکر وواژه

عطاالله محمدي | نوومبر 19th, 2012


طالبان وايي چي په يوه غلچکي بريد کي ئې يو د افغان ځانګړو ځواکونو يو تن وژلى .
د طالبانو يوې خبري سرچينې دا خبر نن ورځ خپور کړى او ليکي چي ياد کس ئې تېره شپه ماښام مهال په چوڼۍ کي په ډزو ويشتلى او ځاى پر ځاى ئې وژلى دئ .
په دې اړه تر اوسه خپله افغان چارواکو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024