ننګرهار:په تورخم کي ځانمرګی بريد وسو
ډيورنډ کرښي ته څېرمه د ننګرهار په تورخم کي د سراچه موټر پذريعه ځانمرګی بريد وسو چي ويل کيږي هدف يې په تورخم کې يې دناټو قواو مرکز و .
طالبانو ددغه بريد مسوليت منلئ دی ، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي دغه مرکز ته چې په سيمه کې يې دڅار او پلټنې ترڅنګ استخباراتي فعاليت هم درلود زيان اوښتی .
طالبان وايي چي دا بريد يې هم د کابل په څرخي پله زندان کي د څلورو اعدام سوو طالبانو د غچ اخستني په موخه کړی دی چي يو شمېر بهرني عسکر ، ګڼ استوګن ځايونه ، طعام خونه او دپيرې دشفټ دبدلون مهم مرکز په دغه بريد کي له منځه تللي دي.
د طالبانو ددغي ادعا په اړه د افغانستان دولتي ارګانونو او د ناټو مطبوعاتي دفتر معلومات نه دي خپاره کړي .
ددې بريد خبر په داسي حال کي ورکول کيږي چي نن سهار اته بجې په ميدان وردګ ولايت کي د يوې لارۍ پذريعه ځانمرګي بريد په نتيجه کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۳کسانو ته مرګ ژوبله او پراخ مالي زيان اوښتی و .