پکتيکا: ۸۰۰ زده کوونکو دکانکور ازموينه ورکړه
په پکتيکا ولايت کې له نږدې اتوسو تنو د دوولسمو ټولګيو فارغانو څخه د کانکور کلنۍ ازموينه واخيستل شوه، چارواکي وايي چې د کانکور د ازموينې ياده شمېره د تير کال په پرتله دوه برابره ده، په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صمیم د کانکور په ازموينه کې په ټولو ګډونوالو غږ وکړ چې دا مهال دې په ټول توان يوازې او يوازې زده کړې ترسره کړي او د خپل هېواد راتلونکی دې روښانه وټاکي.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا والي محب الله صمیم، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، ملکي او نظامي چارواکو، ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو تر څنګ نږدې زرو تنو ځوانانو ونډه درلوده
ګډونوالو ته د پکتيکا والي محب الله صمیم په خپلو پيليزو خبرو کې د پوهې د ترلاسه کولو ارزښت ته په اشارې سره پر ټولو زده کوونکو ټينګار وکړ چې هڅه دې وکړي تر څو د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه پوهتونونو ته لاره پیدا کړي ځکه پکتيکا زده کړه لرونکو کسانو ته ډیره اړتيا لري
صمیم وويل نن د پکتيکاوالو ځوانانو لپاره يوه نېکمرغه او برخه ليک ټاکوونکي ورځ ده ځکه د تير کال په پرتله دوه برابره د دوولسم ټولګيو فارغان په خپل ولايت کې د کانکور په ازموينه کې وڼده لري
د پکتيکا والي محب الله صمیم وايي يو تن قومي مشر حاجي پاچاخان د نورو په استازيتوب وويل، چې له دې وړاندې به زموږ ډيری ځوانانو د کانکور ازموینې د ورکړې په موخه نورو ولايتونو ته مخه کوله، چې ډيری ځوانان به د اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو له امله له لوړو زده کړو بې برخې پاتې کيدل، نوموړي زياته کړه د تيرو دوو کلونو راهيسې ياده ستونزه هواره شوي چې ښې پايلې له ځان سره لري
د کانکور په ازموينه کې يو تن ګډونوال بيا د کانکور د ازموینې پر مهال له نظمه خوښي څرګندوي او وايي چې د استادانو له لوري ټاکلي موده پورده د دوي په واک کې ورکړل شوي وه او ازموينه په ډيره رڼه ټوګه واخيستل شوه
د کانکور ازموینې يو تن ګډونوال خيروالدين زکي وايي سږ کال په پکتيکا کې له ديارلس سو تنو زيات زده کوونکي له دوولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي چې نږدې اتو سو تنو یې د کانکور په ازموينه ګډون وکړ