کور / شعر / یو قوت شي

یو قوت شي

که اسمان ته لاس وراوږدکړي څه به وکړی
که په چغو او ښیراروو زړه که خوړین کړی
نه به پاس اسمان باران په تا را کوز کړي
دغه چیغي او ښیرا به دی څوک څه کړی
راشه ومنه هغه څی خدای ویلی

که یو موټي شي راټول ټول رټیدلي
شی یو غږ یو ه مو لاره کړي مالومه
هری ستونځی ته یو سوچ شی دخپل کلی
تحرک شی دیوالی په ډګر کښې
دیوبل په قوت پاڅیږي غښتلي
ډیربه څه کړو څې جلا،جلا خوځیږي
جلا توب کښې مونږدښمن یوو ټکولي
پریږدي،پریږدي پرونئ خپګان کسي مو
ستا دژوند دښمن نستوړي بډوهلي
خدای دی نه کړی څی په تا باندې در برشی
بیا به نیغی شملي سر نه وي لویدلی
دپردی په توره مه وله خپل ورور
پښیمانی یی هیڅ یو قام نه ده منلی
اوس لا پاتی ده موده تیاره لا نه ده
لروبر شی ټینګ ولاړ او ملا تړلي
بیابه جوړشی یو قوت غورځنګ دتوري
پوخ دښمن به دی په شا شی څی باتور یی