پاکستان:سږ کال په بمي چاودنو کي ۹۰۰ کسان وژل سويدي
په پاکستان کې په روان مېلادي کال کې په چاودنو کې نهه سوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په روان مېلادي کال کې په چاودنو کې نهه سوه تنه وژل سوي او تر دوه زره دوه سوه زيات ټپيان سوي دي.
د وزارت يو چارواکى وايي چې له جنوري مياشتې بيا د ډېره اسماعيل خان د عاشورا د لسمې تر بمي چاودنې پوري په څلورو ايالتونو کې پنځه سوه يو اتيا بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه سوې دي. او تر ټولو زياتې په جون مياشت کې سوې دي چې په کې يو سل څلوېشت تنه وژل سوي او تر درې نيم سوه پوري ټپيان سوي دي.
په لومړۍ جنوري مياشت کې يو نوي تنه، په فروري مياشت کې يو سل دولس تنه، په مارچ مياشت کې يو سل شپږ تنه، په مۍ مياشت کې پنځه پنځوس تنه، په جون مياشت کې يو سل څلوېشت تنه ، په جولايي مياشت کې دوه نوي تنه، په اګست کې پنځه څلوېشت تنه، په سپټامبر مياشت کې اتيا تنه، په اکتوبر مياشت کې اته شپېته او په روانه نومبر مياشت کې تر اوسه پنځه اتيا تنه وژل سوي او په سلګونه نور ژوبل سوي دي.
وروستۍ چاودنې د عاشورا په مراسمو کې سوې دي چې په راولپنډۍ کې شل تنه، په کراچۍ کې دوه تنه او په ډېره اسماعيل خان کې د نهمې او لسمې ورځې په بريدونو کې د ماشومان په شمول پنځلس تنه وژل سوي او تر سل زيات ژوبل سوي دي.
په کراچۍ، راولپنډۍ او ډېره اسماعيل خان کې د چاودنو مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
تر دې وړاندې هم پر شعيه مسلمانانو د عاشورا په مراسمو کې بريدونه تر سره سوي دي.
دمېلادي کال٢٠١١ په جنوري مياشت کې په لاهور او کراچۍ کې د عاشورا پر جلوسونو په چاودنو کې لس شعيه مسلمانان وژل سوي وو.
په سپټامبر مياشت کې د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې د وسله والو په بريد کې شپږويشت شعيه زيارت کوونکي وژل سوى وو.
د ٢٠١٠کال په جولايي مياشت کې په قبايلي سيمو کې شپاړس شعيه مسلمانان، په فبرورى په مياشت کې په کراچۍ کې پنځه ويشت او په سپټامبر مياشت کې په کوټه کې په يوه ځانمرګي بريد کې پنځوس شعيه ماتم کوونکي وژل سوي وو.
په ٢٠٠٩ کال کې په کراچۍ کې دېرش او په پنجاب کې پنځه دېرش شعيه وګړي وژل سوي وو. او د زياتره بريدونو پړه وسله والې سني افراطي ډلې لشکر جنګهوي پر غاړه اخيستې وه.
په پاکستان کې فرقه يز تاوتريخوالى ډېر اوږد تاريخ لري. دجنرال ضياالحق د واکمنۍ پر مهال د لشکر جنګهوي او بيا د سپاه صحابه په نامه سني افراطي ډلې جوړې سوې. په پاکستان کې پر استخباراتي ادارو دا تورونه هم لګول کېږي چې فرقه يز تاوتريخوالي ته لمن وهي او د تروريستي شبکو ملاتړ کوي. د نومبر په لسمه نېټه د پاکستان اردو ژبې ورځپاڼې جنګ خبر خپور کړى وو، چې وسله واله ډله لشکر جنګهوي او طالبان اوس يو موټي سوي دي.
شنونکي کې په دې نظر دي، چې که د فريقه يز تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې ونه سي نو په راتلونکي کې به دغه فرقه يز تاوتريخوالى نورهم وده وکړي. او د بې ګنا انسانانو وژنه به همداسي دوام ولري.
http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail
خبردارئ:
لاندني انځورونه زړه بوږنوونکي برخي لري، که ستاسي عمر تر ۱۸ کاله کم وي يا روغتيايي ستونزي لرئ ، دا عکسونه مه ګورئ .
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)