کور / تازه خبرونه / افغانستان د سولي او ثبات په برخه کي ډېر لږ پرمختګ کړى

افغانستان د سولي او ثبات په برخه کي ډېر لږ پرمختګ کړى

د کابل ورځپاڼو نن تر ډیره په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه د افغان او بهرنیو چارواکو په دریځونو بحثونه کړي دي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې پدې اړه د جرمني د حکومت یو رپورټ ته کتنه کړې، چې په کې پخلاینه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت یوازنۍ لار بلل شوې.

خو ورځپاڼې د همدې رپورټ په استناد لیکلي، چې افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې ډیر لږ پرمختګ کړې دې.

ورځپاڼې ځینو هغو اندیښنو ته هم اشاره کړې، چې د جرمني د حکومت پدې رپورټ کې پورته شوي او لیکلي، چې طالبان لا هم یو عملیاتي ځواک دې او له دوی سره په خبرو کې کومه بریا نده ترلاسه شوې.

د ورځپاڼې په وینا د جرمني حکومت غواړي، چې تر۲۰۱۶ میلادي کال پورې له افغانستان سره هر کال د څلور سووه دیرش میلیونه ایرو مرسته وکړي، چې تر ډیره به د افغانانو د ژوند د شرایطو د سمون او د ښې حکومتدارۍ په برخه کې ولګولې شي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم جرمني د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو ځواکونو له کیدونکو حملو نه زیاته اندیښنه لري، خو بیا هم غواړي، چې هر کالې ددوی د روزنې لپاره یو سل او پنځوس میلیونه ایرو ځانګړې کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې د هڅو په اړه په کابل کې د روسیی د سفیر څرګندونې راخستي او لیکلي، چې دی هم پدې ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت غوره لار د افغانانو ترمنځ پخلاینه ده.

ورځپاڼه لیکي، چې د روسیی سفیر د افغانستان په روانې امنیتي وضعې اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي، چې د هیواد د نورو برخو په څیر شمالي سیمې هم نا امنه شوي او دا د روسیی لپاره د اندیښنې وړ خبره ده.

ویسا لیکلي، چې د روسیی سفیر دا هم ویلي، که تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې په افغانستان کې امنیتي وضع سمه نشي، نو دا به پر ځای نه وي، چې بهرني ځواکونه وځي.

ورځپاڼه لیکي، چې د روسیی سفیر پدې ټینګار کړې، چې بهرني ځواکونه باید په افغانستان کې خپله دنده، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه ده بشپړه کړي او د ټیکاو د راوستلو لپاره هڅې وکړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغان دولت لخوا د سولې کیدونکو هڅو ته کتنه کړې او لیکلي، چې افغان دولت غواړي، چې دا بهیر د تیرو لسو کلونو د لاس ته راوړنو په خوندي کولو سره پرمخ بوزي.

ورځپاڼې وړاندې پدې اړه د ولسمشر کرزي د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي څرګندونې راخستي، چې ویلي دي د سولې هڅې به د هیواد د اساسي قانون او وروستیو پرمختګونو په رڼا کې پرمخ بوتلای شي.