کور / تازه خبرونه / كندهار: د ۹وسله والو د نيول كيدو خبر ورکړل سو

كندهار: د ۹وسله والو د نيول كيدو خبر ورکړل سو

محلي پوليسو د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي د ځآنګړو عملياتو پرمهال نهه تنه نيولي چي شپږ يې پکښي د مخالفينو لوړ پوړي او منځ پوړي غړي دي .
د كندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره څخه لر او بر ته په رارسيدلي خبرپاڼه كي راغلي چي عمليات تېره شپه ناوخته د ژړۍ او پنجوايي ولسواليو پر سرحد باندي د بدوانو په کلي کي د محلي او ملي پوليسو لخوا تر سره سوي چي پرمهال يې ياد سوي نهه تنه نيول سوي دي.
ددې عملياتو پرمهال د پوليسو او مخالفينو ترمنځ لنډه نښته هم سوې چي پکښي د مخالفينو لوړ پوړى قومندان او د پنجوايي ولسوالۍ لپاره د هغوى نظامي مسؤل چي په ((وري)) سره مشهور دى وژل سوى دى.
د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي چي په يادو عملياتو كي پوليسو او سيمه ايزو خلګو ته زيان ندي اوښتي .
د ژړۍ ولسوالۍ د بدوانو په کلي کي د سويو عملياتو پرمهال د شپږو تنو وسلوالو مخالفينو سره يو ځاى له درې تنو نورو مشکوکو کسانو څخه هم پوښتني ګروېږني رواني دي .
تر اوسه د يادي پيښي په اړه لا وسله والو مخالفينو څه ندي ويلي .