کندهار:سلګونو کسانو پوليس په انسان تښتونه تورن کړل

34 | اپریل 23rd, 2008


دکندهار ښار تر درې سوه زياتو ښاريانو په ډله ييز ډول دکندهار پوليس په انسان تښتونه تورن کړل . دوى نن دکندهار ولايتي شورا ته په ډله ييز ډول ورغلي وو او دخپل يوه ورک شوي ښاري دپيدا کېدو غوښتنه يې لرله . دغو سلګونو کسانو ګواښ وکړ چې سبا ته به داحتجاج په ډول دکندهار ښار بند کړي . راغونډشويو کسانو دمار چمياشتي په نيمايي کې دهغه تښتول شوي اشفغان تجار دپېدا کېدو غوښتنه کوله چې دکندهار ښار په زړه کي له مدد چوک څخه وتښتول شو. عزيزالله دپيسو په بدل کې تښتول شوى دى . او تر دې وړاندي هم ورته ډېري تښتونې په کندهار ښار کې شوې دي چې ډېرى کسان يې بېرته دتاوان دورکولو ورسته خوشي شوي دي . دنن دراغونډو شويو کسانو له جملې څخه ډېرى وايي چې سباته به دکندهار ښار وتړي خو دولايتي شورا يوې سرچينې لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دکندهار دولايتي شورا ريش احمدولي کرزي راغونډو شويو کسانو ته ډاډ ور کړ چې نن مازديګر به دکندهار له والي سره دهغوى په وړاندي وويني . ښاغلي کرزي داهم ويلي چې دى به خپل ورور حامد کرزى له دغې ستونزي څخه خبر کړي . دتښتول شوي عزيزالله دکورنۍ غړي وايي چې دورور په تښتونه کې دپوليسو لاس دى او داسي نښي نښانې موندل شوې چې په تښتونه کې دپوليسو موټر کارول شوى دى . خو پخپله دکندهار امنيتي چارواکي او پوليس په کندهار ښار کې پر تښتونو خبري نه کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024