د زوی د ميني په پار خپور سو

احمدشاپاڅون | دسمبر 14th, 2012


د مریم په نوم د یوې افغاني میرمني د ژوند، کړاونو، جلا وطنۍ او غمونو له تلوسې ډکه کیسه (د زوی د ميني په پار نومي ناول کي) د جین ساسن په زیار را ټوله سوې او اوس اوس د هلمند میشت لیکوال اغا محمد قریشي په زیار په خوږه پښتو ژباړل سوی، چاپ سوی او خپور سوی دی.
د کتاب په نېژدې دوه سوه مخه کي د مریم د ژوند پر کیسې سربیره د استاد اصف صمیم سریزه، دلیکوال او ژباړل خبری او د عکسونو یو کوچنی ابلم ځای سوي .
(د زوي د مینی په پار) کتاب په غوره کیفیت او کاغز په ننګرهار کي د مومند خپردوی ټولني په زیار چاپ سوي چي ټول لګښت یې د یوه هلمندي ځوان ښاغلي محمد هارون پوپل لخوا ورکړل سوی .
د کتاب پر پښتۍ د کیسې د اتلي میریم یو انځور او د کابل د ښآر یوه منظره راغلې .
ژباړن تر دې وړاندي د هندستان یاداښتونه د یونلیک په ډول د ډهلي شین اسمان نومي کتاب کي را غونډ کړي او چاپ کړي وو چي د لوستونکو لخوا یې تود هر کلی وسو.

Copyright Larawbar 2007-2024