هلمند: په لسګونه ساتنمنان له زده كړو فارغه سول .

عطاالله محمدي | دسمبر 27th, 2012


په هلمند كې لسگونه ساتنمنان له روزني فارغ او خپلو دندو ته وليږدول سول .

ياد سوي ۱۰۵ تنه د پوليسو په ليكوكي ساتمنان دي چې د لښكرگاه د پوليسوپه روزنيز مركزكي يي درى نيمي مياشتې بيلابيلې زده كړې ترسره اود پنجشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كي د فراغت ليكونه وركړل سول.

د هلمند د والي مرستيال مسعود بختور ددي مراسمو پرمهال وويل چي د نړيوالي ټولني په هراړخيزه همكارى اوسمهال موږ له منظمو پوليسو څخه برخمن اود روزنې لړى يې لاهم پرمخ روانه ده.

هغه له يادو فارغ سويو كسانو څخه وغوښتل چي په پوره او رښتني توګه خپلي دندي مخ ته يو سي .

د يادونې وړده چې تردې مهاله له نوموړي مركزڅخه زرگونه پوليس سرتيري اوساتمنان فارغه سوي چي نه يوازې په هلمند ولايت كي په دندوگمارل سوي بلكي په نيمروز ولايت كي هم خپلي دندي پرمخ بيايي .

Copyright Larawbar 2007-2024