کوټه : دوې نوري چاودني وسوې چارواکي او ژورناليستان زخميان دي

حبيب تاثير - کوټه | جنوري 10th, 2013


په كوټه كې يو په بل پسې دوه بمي چاودنې په داسي حال كې وسوې چې تر دې وړاندې مازيګر هم دغه ښار يوې سختې بمي چاودنې ولړزاوه او تر پنځوست پوري كسانو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو اوس لږ ساعت وړاندې د كوټي په علمدار سړك باندې په رحمت الله څلور لاري كې لومړۍ چاودنه رامنځ ته سوه، په دغه چاودنه کي له پېښي څو دقيقې وروسته د ۱۰ کسانو د وژل کيدلو او ۱۲ د زخمي کيدلو خبر ورکړه سوی دی .

خو له دې څخه وروسته د ښار په يو بل سړك ايرپورټ روډ باندې يوه بله چاودنه رامنځ ته رامنځ ته سوه، څنګه چې په دې دواړو چاودنو باندې ايله څو دقيقې اړوي نو تر اوسه پوري د دريو كسانو د ټپي كېدو خبر وركول كېږي.

په روغتونونو کي بېړنی کي د بېړني حالت پر اساس د درې واړو پېښو د قربانيانو شمېرې زياتيدلای سي ، په کوټه کي د لراوبر خبريال وايي چي په چاودنو کي خبريالانو ته هم زيان رسيدلی دی ، د پاکستان جيونيوز د خبريال د زخمي کېدو خبر هم ترلاسه سوی دی په لوړ رتبه چارواکو کي يو د پوليسو مشر په زخمي حالت کي روغتون ته رسول سوی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024