زابل:دشهیدانو دکورنیوسره مرسته وشوه
جاويد احمد تنوير
محلي چارواکی وایی دافغان ولسمشرحامد کرزي د۹۹ ګڼي فرمان پراساس یی ددي ولایت دنهو هغه کسانو سره نغدي مرسته وکړه چی دکورني غړي یی دلاسه ورکړي اویاهم په خپله په امنیتي پیښوکي ټپیان شوی دي .
دزابل والي محمد اشرف ناصري وایی دهر شهید دکورنۍ سره یی یولک اودهر ټپی دکورني سره یی ۵۰۰۰۰ زه افغانۍ نغدي مرسته کړي .والي زیاتوی چی دمرسته شویو پیسوټوله اندازه اته سوه زره افغانیوته رسیږي .ناصري وایی دا پیسی یی هغو کسانو ته ورکړي چی په تیرڅوکلنوکی پدغه ولایت کی په امنیتي پیښوکی وژل شوی اویاهم ټپیان شوی دی دمرستي پرمهال یوشمیر مرسته شویوکسانو خوښی وښودل اوله مرکزي دولت څخه په دوام داره توګه دمرستي غوښتونکي شول .
دوی وویل چی هیواد یی غریب اوخلک یی له بیلابیلوستونزوسره لاس اوګریوان دی .دغه کسان نورپه هیواد کی دسولي رواستلوهیله وګره اودښکیلوغاړوڅخه یی وغوښتل چی دبریدونواونښتوپرمهال ملکي وګړو دځان سپرونه ګرځوي .یادوکسانو زیاته کره دامهال په اکثره نښتوکی ملکي اوبی ګناه کسان وژل کیږي چی ددی کار باید مخنیوي وشی.دیادوني وړده چی په زابل کی ډیری وخت دنښتوپرمهال ملکي کسانوته زیانونه اوړي .
