د کندهار ښار د جارو کولو اشر وسو
جاويد احمد تنوير
د کندهار ښاروالی د عنعنوی دود ( اشر )له لاری غواړی د کندهار ښار په پاک ساتلو کښی ټول ښاریان برخه واخلی.دا لړۍ چی د کندهارښاروال محمد عمر عمر په خاصه پاملرنه د څه مودی را پدیخوا په کندهار ښار کښی په لاره اچول سوی وو اوس هم ادامه لری دا ځل داشر دالړۍ په پنځمه او لسمه ناحیه کښی د ښاروالي چارواکو او رمپ اپ موسسی په ګډه همکاری یو پراخ اشر د پاک ښار تر عنوان لاندی په لاره واچول سو.په دی اشر کښی چی په لسګونو دوکاندارانو،

محلی اوسیدونکو او یو زیات شمیر نورو ښاریانو او د تنظیف کمیټی یو زیات شمیر کسانو او رضا کارانو پکښی ګډون کړی وه له خلکو وغښتل شول چی دچاپیریال په پاک ساتلوکی باید هرسړي ونډه واخلي .دکندهار ښاروال محمد عمر عمر وایی دچاپیریال پاک ساتلو مسؤلیت یوازي دښاروالي دنده نده بلکي عام وګړي هم پکی باید خپل رول ولوبوي .ښاروال وایی دامهال ځیني کسان وسره مرسته کوي خو ځينی داسی کسان هم شته چی دخپلوسیمو یا ماحول دپاک ساتلو خیال نه ساتی چی پدي برخه دوی باید متوجه شی .دکندهار ولایت دا عام اشر چی د کندهار ښار د دوهم دوراهی څخه شروع او بیا تر لمړی دوراهی پوری دوام وکړ.دښاروالی چارواکو د خبرو پر مهال د ټولو ګډون کوونکو څخه مننه وکړه چی په دی عنعنوی دود کښی یی ورسره برخه واخیسته او زیاته یی کړه چی دې لړۍ ته به ادامه ورکوی.په کندهار کی تردي وړاندی یوشمیر دولتي چارواکوهم دچاپیریال ساتلوپه موخه اشر کړي وه .