کور / هراړخیز / هر تقدیر په تدبیر سمیږي

هر تقدیر په تدبیر سمیږي

ویل کیږي چي هر تقدیر په تدبير سمیږي داځکه چي لوې څښتن تعالي انسان اشرف المخلوقات پیدا کړي، په نړۍ کې یوازنی مخلوق چي عقل لري صرف انسان دي. د همدي عقل له برکته انسانانو نن ورځ خپل چاپیریال په خپل کنټرول کي راوستئ دی.

نن چي د کومي تکنالوژي له برکته د نړۍ څخه یو کوچني کور جوړشوي او د نړۍ خلک په ډيره اسانۍ کولاي شي چي په خپلو کې اړیکي ونیسو او په یوه ګړۍ کې سره هر څه شریک کړي د فیسبوک او داسي نوري ټولنیزي شبکو په ذریعه باندي، دا تکنالوژی د عقل له برکته پوهانو کشف کړي ده.

که د نړۍ خلک د خپل عقل نه کار اخلي او خپل چاپیریال په خپل واک کې نیسي نو ولي مونږ نشو کولي چي خپله ټولنه د پرمختګ په لور بوځو؟
ایا مونږ عقل نلرو؟
زموږ عقل د نړۍ د نورو خلکو په نسبت کم دی؟
ایا مونږ د خپل عقل څخه ګټه نشو اخيستلای؟
که موږ خپل عقل هم د نورو شتمنيو په شان خرڅ کړئ دی؟

په کومه ټولنه کې چي د پوهني کچه لوړه وي هلته عقلمند خلک هم ډیر وي، ځکه چي د عقل د ودي عوامل صرف پوهنه ګڼل کیږي. خو په ډير تاسف زمونږ په ټولنه کې د پوهني کچه ډیره ټیټه ده او په ځانګړي ډول په ښځو کي.

که موږ خپلو لوڼو او خويندو ته اجازه ورکړو او زمینه ورته برابر کړو چي زده کړي وکړي، نو پدي سره به مو د خپلي ټولني د اصلاح او د خپل عقل څخه د ګټي اخیستني نومړني ګام پورته کړي وي. که چیري یو مور باسواد شي، هغه کولي شي چي خپل بچیان سم ورزي او ټولني ته سالم اشخاص وړاندي کړي، که ټولني ته سالم ، پوه، دانا او ځیرک اشخاص وړاندي شي د ټولني ناخوالي به پاي ته ورسيږي. او همدا پوه او ځیرک اشخاص به د خپل عقل څخه ګټه پورته کړي او انشاءالله چي افغاني ټولنه به له موجوده ستونزو څخه ژغورل شوي وي.

فکر کوم چي نن زموږ د ټولني ځوان قشر غواړي چي افغانستان هم د نړۍ پرمختللي هیوادونو په کتار کې حساب شي او د نورو له احتیاج څخه خلاص شو،ددي خوب د ریښتیا کیدو په خاطر باید موږ د ښځو سره د تاوتریخوالي په ځاي هغوي ته د زده کړي او ښووني زمینه مساعده کړو ترڅو زموږ خویندي او لوڼي زده کړه وکړي او که داسې وشي نو د يوه بسيا او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان هيله به بېځايه نه وي.

که چیري زموږ په ټولنه کې د ښځو په مقابل کې تبعيض او تاوتریخواليٍ همداسې ادامه وکړي ایا زموږ ټولنه به ګټونکي وي که بایلونکې؟