کور / تازه خبرونه / دهالند دولت شاهي ملکه بیاتریکس نن د پاچاهی څخه دلیری کیدو اعلان وکړ

دهالند دولت شاهي ملکه بیاتریکس نن د پاچاهی څخه دلیری کیدو اعلان وکړ

دهالند دشاهې دولت ملکې بیاتریکس نن په دولتي تلویزیونواو راډیو نشراتوکي دخپلي پاچهي څخه دواک دلیری کیدو اعلان په داسي حال کي خپورکړی، چي ددي ځای ناستي به دهالند نوي پاچا ددي مشر زوی ۴۵کلن شهزاده ویلیم الیکساندر د ۲۰۱۳ میلادی کال داپریل په ۳۰ نیټه په رسمي توګه دپاچهي دنده په غاړه واخلي .
په هالند کي دپاچهي سلسله ۲۰۰کالو ته رسیږي کوم چي په(۱۸۱۳) میلادی کال کي دنوامبر په ۹ نیټه دویلیم فریدریکس لخواه یی دلمړۍ پاچا لخواه د پا چاهې دجوړښت بنسټ کښیښول شو.
دهالندملکه بیاتریکس۳۳ کاله دهالنددخلکودپاچاهي دنده پرمخ بیوله اودخپل عمر د ۷۵ کلني په اوږدوکي یی نن خپل ځای ناستي ددي مشر زوی ۴۵ کلن ویلیم الیکساندرونوماوي .
دهالندخلک دخپلي ملکي څخه ډیرخوشاله ښکاري داځکه چي ملکې دخپل واک په وخت کي تل دخپلوخلکو په غمونواو خو ښیودیوکي ځان شریک ګڼلي او ددوی پوره ملاتړ یی له ځان سره در لودي.
هالنددغربي اروپا په شمال لویدیز کي یوکوچني هیواد دی،کوم چي ( ۱۶۷۳۰۶۳۲) خلک پکښي استو ګن دي. مذهبي عقدتي جوړښت يی کاتولیک مذهب اودنورومذهبوترڅنګ څه کم وزیات یومیلیون مسلمان پکښي میشت دي ،چي غټه برخه یی تُرکان او مراکشان دي.
دهالنددولت دحکومت جوړښت پارلمان دی ،چي دآزادو ټاکنولرویه دپارلمان غړي ټاکل کیږی اوبیا وروسته راسته اوچپ ګوندونه دپارلمان له لاري دوزیرانوشورااوکابینه جوړوی. هالنددنړي دپانګوالوهیوادو په ډله کي دپرمختللي اقتصاد خاوند دی ،اودنړۍ دشتمنوهیوادوپه یوولسم ځای کي کرار لري. دهالند لمړی وزیر مارک روت دی چي د تیرکال په ټاکنو یی دهالند دکارګرګوندسره یوځای دپارلمان ډیر ي چوکي وګټلي اواوس دغه دوه ګونده دهالند دحکومت چاري پر مخ بیایی.