زابل/دښځولپاره دوه پروژي پرانستل شوی
جاويد احمد تنوير
دزابل والی محمد اشرف ناصري وایی دخیاطۍ دغه پروژه چې درې ماشتي یی دوام درلود ددې ولایت دبې وزلو اوبې سرپرستو میرمنو لپاره دولایت مقام دپي بې جې ایف بودیجې په لګښت پيل سوې وه پنځه دیرش تنو میرمنو برخه اخستې وه.والی زیاتوي یادومیرمنوته دزده کړي ترڅنګ په ورځني ډول سل افغانۍ هم ورکول کیدي.ښاغلی ناصري زیاتوي چې دوې نوري درې میاشتۍ پروژې چې یوه دخیاطۍ او بله یی دسواد دزده کړي په برخه کې روزنه ده هم ددې ولایت بې سرپرستو میرمنو لپاره پرانستل شوي دناصري په خبره دتیر کال راهیسي یی ددې ولایت سلګونو میرمنوته روزنیز پروګرامونه پلي کړي چی په وینایی ځوارلس سوه زره افغانۍ مالي لګښت پري راغلي .دیادوني وړده چې دزابل محلي چارواکي په داسی حال کې ددې ولایت بې سرپرستو میرمنو ته دیوشمیر روزنیز کورسونه دپراستلو خبر ورکوي چې دمګړي ددې ولایت میرمني دبې وزلی ترڅنګ دلسګونو کړاونو سره لاس او ګریوان دي