کور / تازه خبرونه / هلمند : د کوچنيانو د اصلاح او عدليې د رياست د ودانيو ډبره کښېښول سوه

هلمند : د کوچنيانو د اصلاح او عدليې د رياست د ودانيو ډبره کښېښول سوه

په هلمند كې د ماشومانود اصلاح د مركزودانى جوړه اود عدليې رياست د ودانى د بنسټ ډبره كيښودل شوه.
يادې پروژې د دوشنبې په ورځ هلمند ته د عدليې د وزيرښاغلي حبيب الله غالب او وروسره پلاوي د سفرپه ترڅ كې د يوې پروژې چارې بشړې اود بلې د جوړيدوچارې پيل شوې.
نوموړي لومړى په لښكرگاه ښاركې چې د هلمند والي الحاج محمد نعيم اونورومسؤلينويې هم ملتيا كوله د عدليې رياست لپاره د نويې ودانى د بنسټ ډبره چې د ميشتې ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي لخوا جوړيږي كيښوده اووروسته يې د هلمند د مركزي زندان په څنگ د ماشومانود اصلاح د مركزودانى هم چې د يوكال په موده كې د ميشتې ولايتى بيا رغونې ډلې يا پي آرټي لخوا په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې د پټى په پريكولوسره پرانيسته.
د عدليې وزيرښاغلي حبيب الله غالب ددې پرانيستې پرمهال له ټولوكورنيووغوښتل چې خپل بچيان په پوره توگه په اسلامي روزنه سمبال اود يوې ښې راتلونكې په لوريې رهنمايي كړي.
وروسته د هلمند والي الحاج محمد نعيم د عدليې له وزيرڅخه وغوښتل چې په دې ولايت كې د عدلي چارود لاپياوړي كولوپه برخه كې خپلو مرستوته دوام وركړي.
هغه وويل چې كه څه هم تردې مهاله په عدلي برخه كې چارې په ښه توگه پرمخ روانې دي خوپه ټوليزه توگه د ستونزود له منځه وړلوپه موخه بايد نوره هم ورته پاملرنه وشي.
وروسته د هلمند د عدليې رئيس حاجي محمد طيب د نوموړې ودانى په اړه وويل چې د ماشومانود اصلاح د مركزودانى په دريوبلاكونوكې د څه كم يومليون امريكايي ډالروپه لگښت چې ټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول شوې دي د يوكال په موده كې جوړه شوې ده.
هغه وايي چې دا وداني د ۲۳۴ تنود ساتنې ظرفيت لري.