کندهار /دښځولپاره دسنګار یا ښکلا کورس جوړیږي

جاويد احمد تنوير | جنوري 29th, 2013


 



هغه غونډه چی دکندهار ولایت دښځو چاروپه ریاست کی جوړه شوی وه پکی ددي ولایت ۱۲۰ تنومرمنوبرخه اخیستي وه ،یاده غونډه دکندهار ښاروالۍ لخوا درمپ اپ په مرسته پیل شوی وه ترڅو ښځوته دسنګار یاښکلا په برخه یو  دوه  میاشتنی کورس جوړکړي پدغه غونډه کی ۲۰ تنه میرني انتخاب شوی چی په راتلونکي کی جوړونکي کورس کی به دوی ته زده کړه ورکول کیږي .دغونډي پرمهال د کندهار ښاروالی مرستیال حاجی محمد نسیم رضایی وینا وکړل اودغه کار یی داوزګارو میرمنو لپاره یوښه ګام وبلي اوزیاته یی کړه چی دامهال پدغه ولایت کی زرګونه میرمني داوزګارتیاله امله په سوال اوفقر لګیاوی چی پدی کارسره به دډیری میرمنو اقتصادي ژوند ښه شی.مرستیال ښاروال دوینا پرمهال وکړه چی دښځو سره به دامکان تربریده مرسته کوي .هغه وویل د
کندهار ښاروالی ژمنه ده او کوښښ به وکړی تر څو کندهاریو میرمنو ته د کار زمینه برابره کړی.ددغه غونډي په ورستي برخه کی
د ټولو ګډون کوونکو څخه  ۲۰ تنی ښځی د سنګار زده کړی (کورس) ته انتخاب شوی چی ډیر ژر به ورته د سنګار زده کړی دوه میاشتنی کورس پرانیستل شی.دغه کورس به ټولي شل تنه ګډون کونکی ولري چی ددو ټرینرانولخوا به ورته دسنګار روزنه ورکول کیږي .په کندهار ولایت کی دښځولپاره دسنګار په برخه کی لمړي ګام دی چی دښاروالي لخوا ترسره کیږي .
.


 

Copyright Larawbar 2007-2024